افغانستان

د سولې ستراتیژي باید پر شواهدو ولاړه وي نه پر هیلو

مایکل سیمپل

د مایکل سیمپل د مقالې پښتو ژباړه

طالبانو تیره اونۍ مسکو ته د خپل پلاوي رارسیدل په پراخه توګه پر رسنیو خپاره کړل. دوی پر خپله ویبپاڼه د ملا برادر او نور ملګرو انځور خپور کړی او “فاتح” یې ورته لیکلي دي. په داسې حال کې چې د حامد کرزي انځور هم ورسره څنګ کې شته چې اندیښمن ښکاري خو بیا یې هغه ته د اشغالګرو “ملګری” لیکلی دی. د مسکو په غونډه کې د طالبانو د پلاوي ګډون دا څرګندوي چې د طالبانو مشرتابه خبرو ته غاړه ایښودلې ده. خو دا هم باید واضح کړل شي چې ایا واقعاً داسې شواهد شتون لري چې نوموړي تحریک به په واقعي مانا سره سولې ته غاړه ایښودلې وي؟ دې خبرې ته په پام سره چې طالبان لا هم خپله تبلیغاتي تګلاره د فاتح، ګوډاګي او د اشغال د موضوعاتو پر بنسټ مطرح کوي، په حقیقت کې د سولې په بهیر کې څومره پرمختګ رامنځته شوی دی؟

پر سولې هر ډول بحث باید د دې خبرې له منلو څخه پیل شي چې جګړه لا هم یو ورځنی ناوړه حقیقت دی. په هیواد کې د تاوتریخوالي پیښې لا هم په نه بدلیدونکي ډول تکراریږي، چې د جګړې د تداوم په مانا دي. د بیلګې په توګه د روژې د میاشتې په وروستۍ اونۍ کې په اچین کې داعشیانو پر طالبانو بریدونه وکړل، دواړه طالبان او داعش په کابل کې ځانمرګي بریدونه ترسره کوي، طالبانو هڅه وکړه چې حکومتي ځواکونه د بالامرغاب له ولسوالۍ څخه په شا وتمبوي، په ورته وخت کې حکومت ادعا وکړه چې په غزني کې یې د ده یک ولسوالۍ بیرته ونیوله او په هلمند کې یې د طالبانو یو زندان مات کړ او بندیان یې د طالبانو له منګولو راخلاص کړل.

د جګړې ټولې ښکیلې خواوې- طالبان، داعش، افغان حکومت او متحده آیالات- د جګړې په هکله خپل ځانګړی نظر لري او د دغه نظریاتو پر بنسټ غواړي خپلو موخو ته ورسیږي. طالبان ادعا کوي چې د دوی جګړه د اشغال په پای ته رسولو کې مرسته کوي، افغان حکومت وايي چې دوی د خلکو امنیت ساتي او له ملي حاکمیت څخه دفاع کوي. متحده ایالت وايي چې دوی د خپل یو ملګري حکومت سره د نړیوال تروریزم په ځپلو کې مرسته کوي، او داعش بیا په ناڅرګنده توګه وايي چې دوی د اسلامي خلافت د رامنځته کولو لپاره جګړه کوي. خپلو موخو ته د رسیدو لپاره د ټولو ښکیلو خواوو پرمختګ که هرڅومره وي، د دوی تاوتریخوالی د دغه موخو په تعقیب کې پر دواړه جنګیالیو او عامو خلکو یو ډول اغیزه لري. د جګړې حقیقت مرګ ژوبله رامنځته کیدل، بې ځایه کیدل، د سړکونو نا امني، د عام المنفعه تأسیساتو ویجاړي، د ژوندانه د چارو ستونزمن کیدل او د خلکو بدمرغه کیدل دي. دغه اغیزو ته په پام سره، په افغانستان کې ورځنی ژوند له جګړې څخه په جدي توګه اغیزمن کیږي او همدغه ډول پرمخ روان دی.

د افغان سولې په اړه په تیر یو کال او یا څو کلونو کې ډیرې مقالې لیکل شوي دي. د طالبانو مشرتابه او سیاسي کمیسیون، افغان حکومت او د متحده آیالاتو ځانګړي استازي ښاغلي خلیلزاد، د سولې شورا، افغان سیاسیونو او د پخوانیو مجاهدینو مشرانو ټولو په یوه خوله د سولې له بهیر څخه خپل ملاتړ اعلان کړی دی. خو په عمل کې په ۲۰۱۸ کال کې ښاغلي ولسمشر اشرف غني طالبانو ته د سولې یو بې ساری وړاندیز وکړ چې ورپسې بیا د علماو پرلپسې کنفرانسونه ترسره شول چې په پایله کې یې د کوچني اختر اوربند رامنځته شو. له دې وروسته بیا د طالبانو او متحده آیالاتو ترمنځ د مذاکراتو څو پړاوونه ترسره شول او د بین الافغاني مذاکراتو لپاره هڅې هم وشوې. خو تر اوسه د سولې دغو هڅو پر جګړې او د افغانانو پر ژوندانه هیڅ اغیزه نه ده کړې.

د تیرکال اوربند بیا یو استثنايي حالت و. په لنډمهاله توګه د دواړو خواوو د جګړې مشرانو پر خپلو سرتیرو کنټرول ترلاسه ورکړ او افغانانو وکړای شول په شریکه د اختر لمونځونه ادا کړي او اختر ولمانځي. له دغه اوربند څخه پرته، ټولو خواوو د سولې په اړه یوازې خبرې وکړې خو په  عمل کې یې  په شدت سره جګړې ته دوام ورکړ. سره له دې چې د سولې په اړه د ټولو خواوو خبرو دا هیله رامنځته کړې ده چې جګړه به پای ته رسیږي، خو واقعي پایلې لا تراوسه هیچا هم نه دي لیدلي. نړیوالې تجربې ښيي چې د سولې بهیر باید د پرمختګ په ترڅ کې یو څه نتایج ولري ترڅو د خلکو اعتماد ترلاسه او پروسه مشروعیت ومومي.

ما په ځیر سره د ځینو چارواکو څرګندونې څارلې دي چې د سولې د اوسني بهیر په پلوۍ بحثونه کوی. دوی وايي چې پرمختګ رامنځته شوی دی خو د سولې واقعي ډیالوګ چې مذاکراتو او سوله ییزې حل لارې ته زمینه برابره کړي، لا هم ډیر وخت غواړي. حتی اوس حکومتونه، پراختیايي ادارې، مدني ټولنې او متخصصین فکر کوي چې دوی به د سولې د هوکړه لیک له لاسلیک وروسته څه ډول موقف نیسي. سره له دې چې دوی هم موافق دي چې د سولې له هڅو تراوسه هیڅ ډول پایله نه ده ترلاسه شوې، خو هیله لري چې دا روانې هڅې به بالاخره په افغانستان کې یو لوی بدلون رامنځته کوي.

په مسکو کې وروستۍ ناستې په هکله باید یوه اساسي ارزونه ترسره شي. هغه دا چې دواړه د افغان حکومت او طالبانو پلاوي د لوړ پوړ سیاسي استازو څخه جوړ و، چې په بشپړه توګه له شخصیتي صلاحیتونو څخه هم برخمن دي. له دوه ورځو بحثونو وروسته، یواځینی مشترکه نقطه چې له دغه ناستې څخه ترلاسه شوه دا وه چې دواړه خواوې سوله غواړي او باید ډیالوګ ادامه ومومي. خو باید صادقانه وغږیږو چې د دواړو خواوو ترمنځ پر اصلی موضوعاتو لا هم ډیر اختلاف شتون لري.

د کابل څخه تللي پلاوي، پر اوربند ټینګار کاوه چې طالبانو رد کړ. له دې څخه څرګندیږي چې د طالبانو مشرتابه اوس هم دا محاسبه کوي چې دوی به نوره ځمکه هم له حکومت څخه لاندې کړي او د جګړې په دوام سره به حکومت نور هم کمزوری کړي.په ورته وخت کې له دې څخه هم اندیښنه لري چې که دوی اوربند ته غاړه کیږدي نو کیدای شي په ډیره اسانه یې سرتیري خپله جهادي روحیه د تیر کال په څیر له لاسه ورکړي.

څرنګه چې د دوی په ویبپاڼه کې څو څو ځله راڅرګنده شوې ده، طالبان اوس هم په دې ټینګار کوي چې په افغانستان کې د امریکې حضور اشغال دی. دوی دغه دلیل د خپلې ادعا لپاره چې ګواکې د دوی جګړه جهاد دی، کاروي. په مسکو کې د طالبانو پلاوي د کابل له پلاوي سره خورا مدني چلند وکړ. خو د طالبانو د دریځ څخه دا څرګندیږي چې دوی ټول هغه کسان د متحده آیالاتو د همکاران او ملاتړي ګڼي چې په تیرو شلو کلونو کې کې له حکومت سره په لوړه کچه کار کړی دی.

طالب استازو دغه راز د داسې څه له څرګندولو څخه هم ډډه وکړه چې له مخې یې وانګیرل شي چې ګواکې دوی به په یو پراخ بنسټه حکومت کې ګډون وکړي او یا به د قدرت د ویش کومه موضوع په راتلونکې کې ومني. په مسکو کې د دغه ډول څرګندونو پرځای، دوی له هماغه پخواني فورمول څخه کار واخیست او ویې ویل چې د بهرنیانو له وتلو څخه وروسته افغانان کولای شي له سیاسي نظره په آسانه هوکړې ته ورسیږي. دا چې طالبانو و نه غوښتل خپل رضایت د ګډې سیاسي راتلونکې په اړه څرګند کړي، د کابل څخه تللي سیاسي پلاوي ته د خطر یو زنګ و. د دې دریځ په خپلولو سره، ملا برادر او ورسره پلاوي دا پیغام ورکړ چې طالبان اوس هم باور لري چې دوی به بیرته خپل امارت رامنځته کوي. دا په دې مانا ده چې ټولې هغه هڅې چې د طالبانو لخوا د سولې لپاره د چمتووالي په برخه کې ترسره کیږي، د همدې موضوع له امله له ستونزې او حتی د خنثی کیدو له ګواښ سره مخامخ کیږی. په مسکو کې د طالبانو له دریځ څخه څرګنده شوه چې دوی د سوله ییزې حل لارې پرځای د مقابل لوري تسلیمي غواړي.

د سولې د اوسني بهیر موخه د مذاکراتو له لارې سوله ییز حل رامنځته کول دي چې باید د طالبانو له لوري هم ورباندې هوکړه وشي، ځکه په نړیواله کچه د سولې د ټینګښت لپاره پر راتلونکي دولتي چوکات هوکړه د توافقات اساسي بنسټ جوړوي. له تاریخي پلوه د افغانستان د سولې په هکله مخکې هم تیروتنې شوي ډي، د بیلګې په توګه د جنیوا (ژنیو) هوکړه لیک هم د شوروي اتحاد د پوځونو پر وتلو پرته له دې چې پر راتلونکي دولتي چوکاټ کومه هوکړه رامنځته شي، تمرکز کړی و. هغه مهال هم مجاهدینو د بریا هیله درلودله چې په پایله کې یې کورنۍ جګړه رامنځته شوه. هماغه خطر اوس هم شته. حتی د میاشتو، میاشتو له مذاکراتو وروسته، د مسکو ښکیل کیدل د سولې په بهیر کې دا څرګندوي چې لا هم د دواړو خواوو مشرتابه په دې سره نه دي سلا شوي چې څنګه سوله ییزه حل لاره رامنځته او جګړه پای ومومي.

د لنډمهاله مثبتو پایلو او یا د ملي پخلاینې لپاره د یوې لارې د نقشې نه شتون په دې مانا نه دی چې د سولې بهیر به رښتیا هم له ناکامۍ سره مخامخ کیږي او یا دا چې باید حل لاره یوازې د جګړې په ډګر کې له بریا څخه رامنځته شي. بلکې، د ښکیلو خواوو ترمنځ د قدرت او حکومت پر سر بحثونه باید له عقلاني ابتکاري فکر څخه سرچینه واخلي. آیا داسې عملي لارې چارې شته چې د ټولو افغانانو ترمنځ د یو ګډ دریځ په رامنځته کیدو سره د سولې په لور پرمختګ وشي؟ سره له دې چې طالبان برعکس فکر کوي، خو له ولایتونو څخه داسې واقعي او پر څیړونو ولاړ شواهد شتون لري چې دواړه خواوې له جګړې ستړي دي. د طالبانو ډیری ملاتړ کوونکي هم د روانې جګړې د مشروعیت په اړه په شک کې لویدلي دي چې آیا دا جګړه به واقعاً د اشغال پر وړاندې جګړي وي که نه، ځکه په دې پړاو کې پکې یوازې افغانان وژل کیږي. د ملکي وګړو د تلفاتو زیاتیدنې افغان حکومت هم له ورته ستونزې سره مخامخ کړی دی.

د افغان سولې په هکله لږترلږه درې مهمې او ممکنې حل لارې شتون لري چې باید په پام کې ونیول شي. لومړی، داسې لارو چارو باندې باید فکر وشي چې دواړه خواوو ته د جګړې دوام ستونزمن کړي، ترڅو دواړه خواوې سیاسي جوړجاړي ته په جدي توګه غاړه کیږدي. دویم، باید له دواړو خواو څخه پوښتنه وشي چې د سولې له هوکړې وروسته باید کوم کارونه په ګټوره توګه پیل شي؟ څنګه کولای شو اوسنۍ شخړه په داسې یو حالت بدله کړو چې په ترڅ کې یې د افغانانو په ژوند کې د پام وړ بدلون راشي او هغه زیانونه چې اوس یې د جګړې له امله ګالي، پای ته ورسیږی؟ دریم، باید داسې شرایط هم په پام کې ونیول شي چې په سیمه ییزه کچه د سولې هوکړې رامنځته شي او “له ټیټ څخه پورته” میکانیزم له لارې کله چې په ملي کچه د سولې هیلې مړاوې وي، له سیمه ییزې کچې د سولې هڅې پیل شي. د داسې لارو چارو پایله که هرڅه وي، اصلي موضوع دا ده چې د سولې د بریا ستراتیژي باید پر شواهدو ولاړه وي نه پر تشو هیلو.

لیکوال، پروفیسور مایکل سیمپل، په بلفاسټ کې د سولې، عدالت او امنیت لپاره د جورج میچل نړیوال انستیتوت، د کوین پوهنتون، استاد او د سولې او شخړو د هوارۍ متخصص دی.

ژباړه: زیرک یوسفي، نوموړی د افغانستان د چارو د مرکز د مشرتابه غړی او مرستیال دی. د سولې امنیت او سیاسي موضوعاتو په هکله لیکنې کوي او د سولې، پخلاینې او شخړو د هوارۍ په برخه کې یې زده کړې کړي دي.

نوټ د لیکنې انګریزي بڼه هم د دې ویب پاڼې په انګریزي برخه کې کتلای شئ.

 

 

نور وګورئ

ورته نومونه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

بستن